دخوست ولايت په شيخ امير ولسوالۍ کې دګوډاګۍ ادارې دپوليسو په ګزمو دچاودنو له امله 6 پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
له سيمي نه راکړل شوی خبروايي لومړۍ چاودنه تېره ورځ ماسپښين 3 نيمي بجې په دوړوکلي کې دپوليسو په پلي ګزمه وشوه چې له امله يې 1 پوليس ووژل شو او 2 نور مرګوني ټپيان شول.
خبرزياته کړې دوهمه چاودنه هم سهارمهال په ياده سيمه کې دپوليسو په ګزمه وشوه.
دغې چاودني د 2 پوليسو ژوند واخيست او بل يې سخت ژوبل کړ.
2013-11-27
افغانستان